May 28, 2014

ترخه حقیقتونه – اوله برخه / لیکوال: فضل ربي وردګ

خپله تبصره لیکی

د هېواد په دې تېره دوولس کلنه دوره کې (۲۰۰۱ – ۲۰۱۴) د ډېرو ناخوالو، ستونزو، کړاوونو، غمونو، ویرونو، مرګونو او زخمونو سره لاس او ګرېوان وو او په بل اړخ کې مو د امیدونو، خوشحالیو، سولییز ژوند او د یوه پرمختللي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د جوړېدا هیلې په زړه کې ګرځېدې ، ولې په ریښتیا هم چې افغانانو د ډېموکراسۍ په دې مړه لسیزه کې ډېرې دودې او نادودې ولیدې او لا یې هم د نادودو او خودغرضه انسانانو له لاسه پرېوتي کاڼي پر سرونو لګي.
په دې دوولس کلنه دوره کې دانوی را ټوکېدلی نسل چې د هېواد د راتلونکې لپاره د یو ښه او روڼ برخلیک مسول بلل کېدای شي د ډېر څه شاهدان وو، څوک تر یوه حده د افغانستان په اوسني سیاست کې ورګډ او چا یې د لیرې نه یواځې نظاره کوله خو هر چا د خپلې تجربې، څېړنې او پوهې تر کچې په هېواد کې د راوانو حالاتو او ناخوالو تعبیر اخیستی، او د هماغه تعبیر پر بنیاد یې خپل ځان ته د تګ لاره سمه کړې.
زه چې د افغانستان په اوسني سیاست کې تر یو څه حده ګډ او یو ښه ناظر پاتې شوی یم د ډېرو ترخو واقعیتونو، ناخوالو، بدبینیو او هم دګوتو په شمېر پرمختګونو او مثبتو تغییراتو یو ښه شاهد یم. پدې لیکنه کې چې د ترخه حقیقتونو په نامه یې لیکم غواړم خپلو هېوادولو او د افغانستان د ځوان نسل سره هغه ناخوالې او بې خونده حقیقتونه شریک کړم چې په اګاهانه او غیر آګاهانه توګه یې زمونږ روان بهیر ته لویه ضربه وارده کړې. زما لیکنه انتقادي ده خو کوم مشخص کس او کړۍ ته نه ده متوجه، زما لیکنه انتقادي ده خو دا انتقاد یواځې د اصلاح او ترمیم لپارهدی، نه د تخریب لپاره.
د دې دورې لمړنۍتریخ حقیقت دا دی چې په دې دوره کې د ولسمشر نه نیولې بیا د یو واړه سیاستمدار تر کچې د داسې پلیتو، چاپلوسو، خودغرضه، ناپوهو او ځان غوښتونکو اشخاصو کثیفه دایره را تاو وه، چې د دې هېواد هېڅ یو خواخوږي او هغه کس ته چې لږ یې هم پدې هېواد، ملت او سیسټم زړه دردېده د پلیتې دایرې د مدار نه ورته د ننه تګ د نشت په امکان وو. دې کړیو په خپلو بېهوده کړنو او غوښتنو له یوې خوا پخپله د سیاسي مشر لرلید، ټولنیز سیاست او د هغوی شخصیت خدشداره کړی او له بلې خوا یېپه هېواد کې روان بهیر ته د زیاتو خنډونو سبب شوې. په دې لیکنه کې زه غواړم د همدې بېکاره کړیو په خصلتونو او زیانونو لنډه تبصره وکړم.
۱- سیاستمدار ته د کره مالوماتو نه او یا نیمګړي رسېدل
یو سیاستوال او ښه رهبر ته همېش د ریښتوني او کره مالوماتو ضرورت وي چې، د دې مالوماتو د رسولو لپاره صادق او ریښتوني کسان پکار دي. زما په اند د ډېموکراسۍ په دې لسیزه کې د افغانستان د سیاسیونو د پاتې راتګ یو لوی لامل د همداسې کسانو نه شتون وو او زیاتره سیاسي څېرې د داسې خودغرضه او چاپلوسه کړیو پواسطه پوښل شوې وې چې هغوی د خپلو شخصي ګټو په خاطر نه غوښتل چې د هېواد مطرح څېرې د هېواد په ځمکنیو واقعیتونو خبر کړي نو ځکه به د سیاسیونو زیاتره پرېکړې د نیمګریو او درواغجنو مالوماتو پر بنسټ پلې کېدې. په نوره نړۍ کې د کره مالوماتو د راټولولو لپاره هر کامیاب سیاستمدار د ازادو اشخاصو، د څېړنو د مرکزونو او ټولنیزو بنسټونو څخه کار اخلي او هڅه کوي تر څو د خپل سیاسي حرکت په جریان کې د صادق، بې طرفه او ازادو بنسټونو سره په اړیکه کې و اوسي.ولې په افغانستان کې په زیات تعداد سیاستوال د خپلې خوښې او فرمایشي مالوماتوپه لټه کې وو چې د داسې مالوماتو ښې سرچینې همدا چاپلوسه کړۍ کېدای شي.
۲- د سیاستمدار قضاوت یواځې د همدې کړۍ د علم او پوهې تر کچې وي
په تېره لسیزه کې زمونږ د هېواد زیاتره په سیاست کې ورګډ مشران د سیاسي بصیرت څښتنان نه وو تر څو په خپله نېږدې کړۍ کې د ښه او بد توپیر وکړي نو ځکه یې یواځې د هغه کسانو پر پوهه، خبر او علم تکیه لګوله چې د همدې سیاستوال نه د یوې سرېښناکه پوښ په څېر را تاو وو او یواځې د خپلوانفرادي ګټو په نظر کې نیولو سره د سیاستوال په مخ کې اوړېدل را وړېدل، نه د هېواد، خلکو او سیستم د ګټو په خاطر. دا په دې مانا چې په اصل کې د دې کړۍ پوهه د هماغه مشر پوهه او قضاوت بلل کېدای شي، ځکه د غلطو اشخاصو د غلطو مالوماتو پر بنسټ قضاوت کول یو غلط قضاوت دی او په ډېر تاسف سره زمونږ د هېواد خورا ډیری فیصلې د همداسې غلطو خلکو په غلطه پوههتر سره شوې چې پایلې یې بې له ناکامۍ بل څه نه وې، او له بلې خوا همدا غلط مالومات د مسایلو په وړاندې په تصمیمونو او فیصلو کې د بې مورده بدلونونو سبب ګرځېدلي چې هم د وخت او سرچینو ضایع ده او هم یې په ټولنه او د هېواد په کچه د یوه سیاستمدار اعتبار او اعتماد له منځه وړی.
۳- د سیاستمدار د لید کوچنۍ دایره
دا یو منلی حقیقت دی چې هر څومره د یو سیاستمدار نه د اشخاصو را تاو کړۍ کوچنۍ او له فکري نظره فقیره او منفي وي په همدومره کچه د هغې دید د ټولنې د مسایلو، ستونزو او پرمختګ په وړاندې کوچنی وي او بلاخره تخریبي بڼه غوره کوي، ځکه خپل ټول ځان او جهان د هماغه کړۍ تر دیده ویني چې دا د یو رهبر، مشر او سیاسي څېرې لپاره تر مرګ هم بدتره حالت دی. په داسې یو حالت کې دا پلیته کړۍ پر یو مدبر سیاستوال هم په پوره ډول غالبېږي چې هغه بیا د ګاډۍ د آس غوندې یواځې هغه څه ویني چې همدا کړۍ یې ور په ګوته کوي.
۴- د سیاسي څېرې په نظر کې سپین تور او تور سپینول
په دې کثیفه کړۍ کې د سیاسي څېرې نه د راتاو اشخاصو یوه لویه لاسته راوړنه دا وي چې، دوی د خپلې خوښې کسان او ډلې چې یواځې همدې کړۍ ته یې مادي او نورې ګټې رسېږي سپین چرګان او د هېواد خواخوږي جوړوي، او که څوک د اصلاح او ترمیم لپاره کوم ګام اخلي او د همدې پلیتې کړۍ په قدم خپل قدم نږدي او د رسول (ص) د حدیث د مصداق په توګه د چاپلوسې کړۍ مخ ته خاورې ورشیندي نو د هغې نه به ورته سمه توره بلا او په راز راز بدو مرضونو ککړ ثابت کړي. دا کار په یوه ټولنه کې د سیاسي څېرې حیثیت، باور او اعتماد له حده زیات را ټیټوي ځکه د ده ټول دار و مدار د هغو خلکو سره تړل کېږي چې د حقیقت له مخې هغه په ټولنه کې منفور او سپک خلک ثابت شوي او د بېرونیو کړیو او خلکو نظر د سیاستوال او مخور په مورد هم ده ته د ورتاو کړۍ په څېر وي، نو دلته ده چې دا پلیتې کړۍ به یو دروند، د هېواد او ولس په درد دردېدلی مشر له ځان سره پلیت او منفور کړي.
۵- د هېواد ورځني حالات د سیاستوال په موډ بیانول
دا خورا یو تریخ حقیقت دی چې کله هم د هېواد د ورځنیو مسایلو او یا هم د سیاسي تحلیل او تجزیېخبره شي نو دا چاپلوسه کړۍ به حالات په هغې ډول تبصیر او بیانوي په کوم ډول چې د سیاسي څېرې د موډ تقاضا وي او هېڅکله به د دې له وېرې چې خپله شخصي ګټه، په بې اېمانۍ ګټلی ځای ځایګۍ او خپل کاذب شخصیت له لاسه ورنکړي نو د حقایقو نه به لېرې ګرځي او په درواغو ولاړ هغه څه به بیانوي چې خپل بادار پرې خوشحاله وساتي.
۶- سیاستمدار د حقیقي شخصیت نه په یوه مجازي شخصیت اوړي
که چېرې هر سیاسي او مخور شخص خپلې ډېرې نږدې کړۍ ته چې په ټولو ورځنیو کارونو کې ورسره په تماس کې وي په وخت توجه ونکړي نو خپله د ده مقدر هم د همداسې یوې کړۍ سره تړل کېږي چې بیا نو دا مخور د یو حقیقي شخصیت نه په یو مجازي شخصیت اوړي. هغه ځکه چې د ده ټولې کړنې، روابط، ویناوې، د خلکو سره لیده کاته په درواغو، پوچو او د بې شعوره خلکو د مالوماتو پر بنسټ جوړ وي چې بیا ولس ته د ده کړنې هسې خیالي افسانې ښکاري.د دې بل نقصان دا هم دی چې خپله سیاستوال د خلکو پر منځ کې خپل سیاسي اعتبار له لاسه ورکوي او د خلکو یواځې تر خپل غرض پورې کار وي بیا نو دا سیاسي څېره د یو هېواد په کچه یو شخصیت نه بلکه د هماغه کثیفې کړۍپورې اړوند یو شخص بلل کېږي، نور څه نه.
۷- د هېواد په برخلیک ټاکونکو فیصلو کې د همدې کړۍ لوی منفي تاثیر
یو مطرح سیاستوال چې د هېواد د سرنوشت په ټاکلو کې د ده رول مهم او اړین وي، باید همېش د ټولنې د هر ډول او ګروپ خلکو سره ټینګه رابطه ولري او یواځې تر یوې وړې کړۍ پورې خپله د مالوماتو ساحه محدوده نه کړي، ځکه د هېواد برخلیک په کره او پوره مالوماتو جوړېدای شي نه په درواغجنو او پوچو مالوماتو. خو که دا مطرح سیاسي څېره هم د خپل هېواد سره پروژوي او د یو اجنبي په څېر برخورد کوي او د خپل خدای ورکړی منطق او دې لوی منسب ته د رسېدو له چانس نه صحیح استفاده و نه کړي او یواځې په همدې خوشحاله وي چې څو خوشاټر ورنه راتاو دي او د ده هرې حقه او ناحقه خبرې ته د هو په دود سر ښوروي نو بیا د دې هېواد د سرنوشت خدای مل شي او نه بیا د داسې مطرح سیاسي څېرې نه دا تمه کېدای شي چې دا هېواد به د یو روڼ برخلیک لوري ته په خوځښت راولي.
نتیجه ګیري:
پورته لیکنه د افغانستان په اوسنیو واقعیتونو یوه ښکل شوې لیکنه ده او دا به ګرانه وي چې په دې لیکنه کې د دې تریخ حقیقت ژوندي مثالونه ورکړو، ځکه د هغه ټولو ضعیفو او خودغرضه رهبرانو مثالونه په یوه لیکنه کې راوړل د امکان نه لېرې او د یو څو د نومونو ذکر کول راته د انصاف نه لېرې برېښي. ولې دا یو تریخ حقیقت دی او هر افغان ته ښه څرګند شوې چې زیاتره افغان مشران د خپلې منهوسې کړۍ لخوا یا ملامت او یا هم سلامت ګڼل شوي، او دا لیکنه یواځې یو انتقاد نه بلکه یو حقیقت دی ځکه د افغانستان ډیر شمېر رهبران یا خپله ضعیف، یا یې هم ور چاپېره کړۍ بې خونده او یا هم د ذهني استقلالیت درلودونکي نه دي پاتې شوي.
د نړۍ په هر ګوټ کې کامیاب او مطرح څېرې په یوه کړۍ، قوم، ژبې، سمت او حزب پورې تړلې څېرې نه وي، ځکه چې په هېواد کې مخور مشران د ټول هېواد مشران وي او په ده پورې د ټولو هېوادوالو ښه او بد برخلیک تړلۍ وي. دا یو منلۍ اصل دی چې واړه رهبران او سیاستوال خپل ځان او ورتاو کوچنۍ کړۍ جوړوي ولې لوی مشران، رهبران او سیاستوال د خپل هېواد او جهان د جوړولو په تکل کې وي. زمونږ مشرانو، سیاستوالو او رهبرانو همېش د خپل ولس د تغییر هڅه کړې خو هېڅکله یې د ځان د بدلېدو هڅه نه ده کړې او همدا دلیل دی چې دوی په تاریخ کې د ناکامو رهبرانو او مشرانو په نامه یاد شوي، ولې برعکس ښه او مدبر مشران او سیاستوال اول ځان د مثبت او یا هغه تغییر چې په ټولنه کې غواړي جوګه کوي او بیا په ټولنه کې د تغییر سبب ګرځي. دا خاصیت د افغانستان په اوسنیو زیاتره مشرانو کې د یو نورم په څېر ښکاري ځکه خو همېش ځان کامل او بل نیمګړۍ بولی او په خپله نېږدې کړۍ کې یې هم داسې څوک نه شته چې د ده خپل عیب ورته بیان کړي.
د ټولنې یو بل حقیقت دا هم دی چې کله رهبر او مشر ضعیف وي نو هېڅکه هم خپل ځان ته نېږدې قوي، مدبر او باتجربه اشخاص نه پرېږدي، او د ډېموکراسۍ په دې تېره لسیزه کې دا ښه څرګنده شوه چې زمونږ ضعیفو سیاستوالو د خپل ځان نه یواځې هغه کسان را تاو کړي وو چې د ده په مخ کې یې د حقیقت ویلو توان او قدرت نه درلود او تل یې حالات د خپل ضعیف رهبر په موډ بیانول. د هېواد په اوږده تاریخ کې زمونږ سیاستوال د ټیټو معیارونو او د حالاتو د موقتي کنترول پر بنسټ را ولاړ او یا هم د نورو له خوا ټاکل شوي، نه د یو مستقل عمل او ازادې مفکورې پر بنسټ. مونږ په تېره سلیزه کې ډېر کم داسې رهبران درلودل چې د خپل دید، کلک عزم او ټینګ تصمیم څښتنان وو، او که وو هم نو ډېر زر به د بېرونیو په مرسته او یا هم د یوې درباري چاپلوسې کړۍ په مټ د سیاست له میدان نه بېرون تګ ته اړ اېستل کېدل او یا هم د مرګي خولې ته ور د ننه شول.
په پای کې زه د دې څو کرښو لیکوال په دې پوره یقین لرم چې زمونږ په اوسني نظام کې د کره مالوماتو نه شتون یوه لویه ستونزه او خلا ده، ځکه تر یوې اندازې خپله رهبر نه غواړي په ځمکنیو حقایقو ځان خبر کړي او تر ډېره حده ده ته ور چاپېره سرېښناکه او مضره کړۍ نه غواړي چې خپل رهبر په کره مالوماتو سمبال شوی رهبر وي. نو، زمونږ مشرانو ته پکار دي چې نور د خود غرضه اشخاصو او کړیو له منځه را بهر شي او خپل مالومات د دې هېواد د ستونزو د صادقانه حل لپاره د مستقل، ازاد فکره او تجربه لرونکو کسانو او ارګانونو څخه را ټول کړي تر څو په ریښتیا هم د دې هېواد او خلکو په اصلي ستونزو ځان آګاه او بیا د هغې مطابق پلانونه او پالیسۍ جوړې کړي. دا به په حقیقت کې زمونږ مشران خپل ملت او خپل خالق ته ور نېږدې کړي چې بیا نو دا مجازي نه بلکه حقیقي خوشحالي او کامیابي ده او رهبر مو هم یو خیالي نه بلکه په حقایقو پوه او اګاه رهبر دی.
لیکوال: فضل ربي وردګ۱۳۹۳ کال – د غبرګولي ۶مه

خپله تبصره لیکی

تبصرې