May 6, 2014

په میدان وردګو ولایت کې پنځلس زره تنو د خپلې یوې ورځې تنخوا د بدخشان

1 تبصره

د میدان وردګو ولایت نظامی او ملکي ادارو د مسؤلینو له لورې پرېکړه
 وشوه،چې د خپل اړونده کارکوونکو او منسوبینو د یوې ورځې تنخوا به ژر تر
 ژره راټوله او د بدخشان د پېښې د قربانیانو کورنیو ته به یې ورسوي .
دغه پرېکړه،نن (دوشنبه) د میدان وردګو ولایت په مقام کې د دغه ولایت د
 والي په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې،چې د بېلابېلو نظامي، او ملکي ادارو
 مسؤلینو په کې ګډون کړی وو،وشوه .
د یادو پېښو د شهیدانو روح ته د عا وروسته د میدان وردګو والي ښاغلي
 عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو پرمهال پر یاده پېښې د ژوې خواشینۍ
 څرګندولو سربیره وویل: په بدخشان کې د پېښې قربانیو شویو کورنیو سره د
 بیړنۍ مرستې اړتیا لیدل کیږي .
هغه زیاته کړه،لازمه ده،چې په میدان وردګو ولایت کې هر وګړی،چې توان مندي
 ولري،باید د دغه اړمنو کورنیو سره ژر تر ژره مرسته ترسره کړي .
د دې غونډې په ترڅ کې د محاکمو ریاست،څارنوالۍ،ملکي بېلابېلو ادارو،ملي
 امنیت،عامه نظم،عامه ساتنې،ملي پولیسو او ملي اردو مسؤلینو پرېکړه
 وکړه،چې د خپل ټولو کارکوونکو او منسوبینو څخه به چې شمېر یې پنخلس زره
 تنو ته رسیږي،د هغوی د یوې ورځې تنخوا د بدخشان د پېښې قربانیانو ته
 ورکړي.
د یادې مرستې د ترلاسه کولو په موخه د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید
 خوږیاڼي په لارښوونه د ولایتي شورا د مرستیال حاجي محمدحضرت جانان  په
 مشرۍ یوه نهه کسیزه کمیټه جوړه شوه.
دغه کمیټې ته دنده وسپارل شوه،چې ژر تر ژره دې یو بانکي حساب جوړ
 کړي،ترڅو د یادو ادارو له لورې ورته د دوو ورځو په ترڅ کې  پیسې انتقال
 شي .
همدا راز کمیټې ته دنده وسپارل شوه،چې د دغه ولایت په کلیو بانډو کې هم د
 بدخشان پېښې قربانیانو سره د مرستې کولو په موخه مرستې راټولي کړي .
د دې ترڅنګ دغه کمیټه به د میدان وردګو ولایت له سوداګرو سره هم بیړنۍ
 خبرې اترې وکړي او له هغوی څخه به هم د یادې پېښې قربانیانو ته مرسته را
 ټوله کړي .
د کمیټې مشر او د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمد حضرت جانان ژمنه وکړه،چې
 د یادو پنځلس زره ملکي او نظامي منسوبینو او کارکوونکو سربیره په د پنځه
 زرو په شاوخوا کې د ملکي وګړو او د دغه ولایت له سوداګرو څخه هم د پېښې د
 قربانیانو لپاره مرستې راټولي کړي .
د میدان وردګو ولایت مقام ټینګار کوي،چې پرېکړه شوې مرسته د یوې اونۍ په
 ترڅ کې راټوله او د بدخشان ولایت د پېښې قربانیانو ته یې ورسوي

1 comment:

  1. Top 10 casinos in Harrah's Ak-Chin - MapyRO
    › casinos › casinos Find the best casinos in 김포 출장안마 Harrah's Ak-Chin, ranked from Casino 경상남도 출장샵 Name(s) 수원 출장안마 Casino Name(s) Casino Name(s) Casino Name(s) Casino Name(s) Casino Name(s) 화성 출장마사지 Casino Name(s) Casino Name(s) Casino Name(s) Casino Name(s) Casino Name(s) Casino Name(s) Casino Name(s) 영천 출장안마

    ReplyDelete