Jun 2, 2014

ترافیکې پېښې په وردک ولایت کې ۱۱ تنه مړه او ژوبل کړل

خپله تبصره لیکی

د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې نن (یکشنبه) د دوه کرولا موټرونو د ټکر له امله د دوو میرمنو او یو ماشوم په ګډون اوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د میدان وردک د والي ویندوی عطا الله خوګیاڼي د دې پېښې په اړه وویل:«دا مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې د دوو کرولا موټرو د جنګېدو په نتیجه کې یو ټیلر موټر، چې له غزني څخه کابل ته په لاره و، له کرولا موټرو سره ولګېد.»

ده همداراز وویل:«د یادې پېښې شهیدان د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکي دي.»

د یو بل خبر له مخې نن سهار د نرخ ولسوالۍ په دادل سیمه کې د و سله والو طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله د حزب اسلامي د یوه قوماندان ښامار ورور ووژل شو.

همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په بدګګ سیمه کې یو وسله وال طالب هغه مهال پر خپل ماین ووژل شو او درې ملګري یې ټپیان شول چې غوښتل یې د سړک په غاړه ماین خښ کړي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې