Aug 11, 2014

په نرخ کې خونړی برید شوی

خپله تبصره لیکی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالي کې تېره شپه د طالبانو او دولتي امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې دواړه خواوې د مرګ ـ ژوبلې ادعاوې کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو د نرخ ولسوالي په اندړو سیمه کې تېره شپه نهه بحې په یوه پوسته برید کړی دی او لس تنه يې پکې وژلي دي.
د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی هم مني چې د نرخ ولسوالي په اندړو سیمه کې نښته شوې ده. او په خبره… يې د ملي اردو پنځه عسکر پکې وژل شوي دي.

عطاءالله خوږياڼی وايي چې په مقابل کې يې لس تنه طالبان له منځه وړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی په اندړو کې پوسته نیولې ده او ګڼ مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.

مجاهد وايي چې د دوی هم خپل درې ملګري له لاسه ورکړي دي: «مجاهدينو په پوسته کې ۱۰ تنه عسکر وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي، دغه راز يې په پوسته کې ۵ ميله شل ډزي ټوپک، ۲ راکټ لانچر او ګڼ نور مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړي.
د دښمن په ډزو کې د اسلامي امارت ۳ تنه مجاهدين شهيدان شوي.»

یاده دې وي چې د چک ولسوالي په فاروقیانو کلي کې هم تېره ورځ د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دوه تنه کوچیان ټيبان شوي دي.
د والي ویاند دا مني او وايي چې په پېښه کې يې طالبان هم له منځه وړي دي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې