Aug 12, 2014

میدان وردګ: سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

خپله تبصره لیکی
د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې تېره اونۍ د راوتلو سیلابونو له امله نږدې ۱۰۰۰۰ سیلاب ځپلې کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.دغه سیلابونه،چې د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدین،اندړ،دراني اول خیل او یو شمېر نورو سیمو کې د زمري میاشتې په ۱۵ نیټه راوتلې وو،له امله یې ۱۰۹۵کورنیو ته زیانونه اوښتي . ولایت مقام نرخ ولسوالۍ ته د استول شوي څېړونکې پلاوې د معلوماتو له مخې،په یاده ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله ۵۲ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ
شوي خو ۶۵ نور کورونه بیا په کمه اندازه ویجاړ شوي دي . معلومات زیاتوي،د سیلابونو له امله په ټولیز ډول ۱۰۹۵ کورنۍ زیانمنې شوي،چې په زیانمنو کورنیو کې ۸۵۷۰ کسان شتون لري،چې دا مهال له ستونزو سره مخامخ دي.
همدا راز د راوتلو سیلابونو له امله ۴۸۲۱ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او ۳۸۰۰۵۸ مېوه لرونکې او غېرې میوه لرونکې ونې هم لمنځه تللي دي . یاد پلاوی غوښنه وکړه،چې زیانمنې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په همدې اړه په ولایت مقام کې د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني په مشرۍ بېړنۍ غونډه جوړه شوه،چې په کې DRC مؤسسې مشر ګل رحمان ژمنه وکړه،چې له ۵۲ هغه کورنیو سره،چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي،هرې کورنۍ سره به د اته،اته زره افغانیو نغدې مرسته وکړي . همدار از د سرې میاشتې ادارې له وړاندې ژمنه کړې وه،چې د سرپنا او نورو اړینو غېرې خوراکي توکو به برخه کې به له یادو ۵۲ زیانمنو کورنیو سره دوی هم مرسته وکړي .
خو د میدان وردګو مرستیال والې ښاغلي ذاکر حسین سلطاني یادې مرستې د زیانمنو لپاره کمې وبللې او پر ټولو مرستندویه ادارو یې غږ وکړ،چې د نرخ ولسوالۍ له سیلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې ترسره کړي . دا په داسې حال کې ده،چې د یادې پېښې له یو شمېر زیانمنو کورنیو سره د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی له لورې وړمه ورځ د خیمو مرسته ترسره شوه.
دخبر رالېږونکی: عطاالله خوږیاڼی، دمیدان وردګو ولایت ویاند

خپله تبصره لیکی

تبصرې