Aug 12, 2014

ه ميدان وردګو او کاپيسا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

خپله تبصره لیکی

ميدانښار-محمودراقي (پژواک ٢١ زمرى٩٣): په ميدان وردګو او کاپيسا ولايتونو کې د عملياتو او نښتو پر مهال ١٥ وسله وال وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په مرکز ميدانښار د ″زيبداغ″ او د چک ولسوالۍ د ″ امبوخاک″ په سيمو کې عمليات ترسره شوي دي.
خوږياڼى وايي، چې په دغو عملياتو کې د پنځه وزيرستانيانو په ګډون اته وسله وال وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
د والي د وياند په وينا، په وژل شوو کې درې طالب قوماندانان هم شامل دي، خو د هغوى د هويت په اړه يې څه ونه ويل.
بلخوا د کاپيسا امنيه قوماندان وايي، چې په تګاب ولسوالۍ کې له وسله والو سره د جګړې پر مهال اوه وسله وال وژل شوي او ١٢ تنه نور ټپيان دي.
مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي پژواک ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د تګاب په ″تترخېلو″ او″ شکوټ″ سيمو کې له وسله والو سره نښتې روانې دي.
امنيه قوماندان وايي، چې اوس يې په  يادو سيمو کې  عمليات پيل کړي ، څو د وسله والو طالبانو له شتونه پاکې شي.
د سيمې يوه اوسېدونکي فرهاد پژواک ته وويل، د ده د معلوماتو له مخې، د تګاب ولسوالۍ په نښتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وويل: ((په خپله مې په يوه موټر کې وليدل، چې ټپيان يې د ولايت مرکز ته انتقالول، دا کسان ملکي وګړي وو.))
د شاه اغا په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې په سيمه کې يې يوه مېرمنه وژل شوې او درې ماشومان ټپيان دي.
ده وويل: ((زموږ  کلى د ملايانو د کلي په نامه يادېږي، دلته له وسله والو سره په جګړه او عملياتو کې يوه مېرمن وژل شوې او د يوه کور درې ماشومان ټپيان شوي دي.))
سيمه ييزو طالبانو پژواک ته  د تګاب په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تاييد کړې ، خو د کره شمېر په اړه يې څه نه وايي.
تر اوسه د کاپيسا د عامې روغتيا روغتون او ځايي امنيتي چارواکو په دغو عملياتو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې