Oct 21, 2014

ميدان وردګو کې ٣٦ لوبغالي جوړېږي

خپله تبصره لیکی

ميدان ښار( پژواک ٢٥ تله ٩٣):د ميدان وردګو ولايت په مرکز او ولسواليو کې د شاوخوا ٤٦ مېليونه افغانيو په ټوليز لګښت ٣٦ لوبغالي جوړېږي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياني، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د واليببال،فوټبال،کرکټ او ځينې نورو لوبو دغه کوچني لوبغالي د ثبات پروګرام ( سيکا ) په مالي لګښت جوړېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې،دغه لوبغالي په مرکز ميدان ښار او جغتو،سيداباد،نرخ او جلرېز ولسواليو کې جوړېږي او له دې ډلې تېره اونۍ په جلرېز کې د فوټبال لوبغالي کار پيل شوى دى. 
خوږيانى، وايي چې د نورو يادو لوبغالو چارې به هم په نږدې راتلونکې کې پيل او په ټوليز  ډول به د يادو لوبغالو کار له درېيو تر څلورو مياشتو په موده کې بشپړ شي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې