Oct 21, 2014

ميدان وردګ کې ماين چاودنې پنځه پوليس ووژل

خپله تبصره لیکی

د ميدان وردګ ولايت په جلرېز ولسوالۍ كې د سړك غاړې ماين چاودنې پنځه پوليس وژلي دي.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، چې دا چاودنه تېر مازديګر د يادې ولسوالۍ د زېولاتو په اسماعيل خېلو په سيمه کې شوې ده.
د هغه په وينا، چاودنه په ياده سيمه کې هغه مهال د پوليسو پر موټر شوې، چې دوى غوښتل يو بل ټپي شوى سيمه ييز پوليس ولېږدوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى په جلرېز کې د عامه نظم پر پوليسو چاودنه کړې، چې له كبله يې يې يو ټانک ويجاړ او شپږ پوليس وژل شوي دي.

خپله تبصره لیکی

تبصرې